الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې ۲۰ سلنه مخته تللې دي

12876.jpg (1820 × 1024)

 د ۱۷مې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا د کوتل له سر څخه د  مزار تر هډې پورې پیل شوې وې، تر اوسه (۲۰) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (٢٥٢٠) متره اوږدوالی او (٦٠) متره سور لري، د سړک غاړې لښتیو، پلولارو، د بايسکل چلولو لیکو، ګلدانونو او تم ځایونو جوړول، په سړک باندې د کرښو اچول، د ترافيکي نښو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئيات شامل دي چې، د جوړولو چارې به یې په راتلونکو پنځلسو میاشتو کې بشپړې شي