د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د ۱۳م او ۱۴م بلاک ترمنځ د سړک قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو

12880.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د دیارلسم او څوارلسم بلاک ترمنځ د سړک قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، (۱۰۷۰) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، د لښتي، پلو لارو، ګلدانونو جوړول او په سرک د کرښې اچول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا؛ د دې پروژې چارې (۹۰) سلنه مخته تللې دي او یوازې د پلو لارو، ګلدانونو او د کرښې اچولو چارې یې پاتې دي چې هغه به هم ډېر ژر بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د ښاریانو ګڼې ستونزې هوارې او ترانسپورتي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. دغه راز له ښاریانو غوښته کیږي چې د یاد سړک ساتنې ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي