الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې سړک د جوړولو او پراختیا چارې ۲۰ سلنه مخته تللې دي

12884.jpg (1820 × 1024)

 د پنځمې ناحیې اړوند د قمبر څلورلارې له بلاکونو څخه تر چهل متره سړک پورې د قرغې سړک د جوړولو او پراختیا چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، تر دې مهاله ۲۰ سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې (۵۵۸) متره اوږدوالی او (۴۶) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون  به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر ستونزې هوارې او ترانسپورتي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. غوښته کیږي چې، د سیمې اوسېدونکي د یاد سړک ساتنې ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي