د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک جوړولو چارې ۲۰ سلنه مخته تللې دي

12886.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي( میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، (۲۰) سلنه مخته تللې او هڅه کیږي چې، د روان کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک د (۳۲۲۶) مترو په اوږدوالي او د (۳۰) مترو په سور سره د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړېږي، چې اوس مهال یې د بنسټیزې برخې په جوړولو کار روان دی ترڅو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. له دهمزنګ څخه تر میرویس میدان پورې د سړک جوړول او پراختیا د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او ډېر ژر به تر جوی شیر پورې دوام ورکړل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار معیاري اقتصادي ودې ته زمینه برابره او په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کمښت راشي