د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 66.27 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.020 افغانی
1 کلدار 236.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بریاوو د خپلولو لپاره د ستونزو او زحمت ګالل اساسي شرط دی

12892.jpg (5000 × 2200)

دلسوز

ژوند د ناکامیو او بریاوو یوه ټولګه ده، او دا فطرتي اصل دی چې انسان به هرومرو له لوړو ژورو سره مخ کېږي .خو دا باید په یاد ولرو چې، انسان کولی شي خپل ژوند ته بدلون ورکړي او د یو شمېر چارو په سرته رسولو سره خپلې ماتې په بریا بدلې کړي.

شاید تاسو ته دا ناشونې او جالبه ښکاره شي چې، یوه ماتې دې هم مهاله یوه بریا او لاسته راوړنه و اوسي خو دا ناشونې نه ده.د دې لپاره چې د ژوند هره ماتې مو د بریا په څېر لاسته راوړنه ولري، په کار ده لاندې څو ټکو ته پام وکړو:

لومړی: له فرصت څخه سمه ګټه پورته کول

ژوند د هغه رسم شوې ونې په څېر دی چې، د اورلګېت په خاشو ښکلې شوې ده او یوه وړه بې احتیاطي دا ښکلې ونه له منځه وړلی شي، نو موږ ته په کار ده چې په خپل ژوند کې په ډېر احتیاط سره قدم پورته کړو او د ژوند هر چانس ته د قیمتي او وروستي فرصت په نظر وګورو او ورڅخه ګټه واخلو؛ ځکه په ژوند کې د بریا فرصتونه کم وي او یو وار د چا ور ټکوي. ځیني وخت موږ ته یو شمېر فرصتونه واړه او بې ارزښته ښکاري، خو که ترې سمه ګټه پورته کړو، همدا چانسونه مو د ژوند لاره مثبت لوري ته ګرځولی شي.

دویم: له ناکامیو زده کړه

کله چې د کومې تېروتنې او یا بې پروایۍ له کبله خپلې موخې ته نه رسېږو او ماتې خورو نو په کار ده چې، د خپلې ناکامۍ علتونه پیدا او د حل لارې ورته ولټوو.

که موږ د یوې ناکامۍ لاملونه راټول او د هغو تېروتنو د تکرار مخنیوی وکړو کوم چې زموږ د ناکامۍ لامل ګرځېدلي دي، نو دا به مو د ژوند راتلونکو بریاوو ته د راتګ ور پرانیستی وي او په اصل کې به زموږ دا ناکامي د نویو بریاوو د پیل لامل وي.

درېیم: د دې خبرې منل چې بریا تل زموږ په برخه نه وي

ناکامي او بریالیتوب د ژوند د سِکې دوه مخونه دي، چې کله یو خوا را اوړي او کله هم بل مخې ته راځي، نو دا باید ومنو چې بریالیتوب تل زموږ نه وي او کله کله انسان  دې ته اړ وي چې یو څه له لاسه ورکړي څو نور څه لاسته راوړي.

لکه څنګه چې ورځ او شپه سره تړلي دي، دغه شان بریا او ناکامي هم یو له بل سره اړیکه لري او په نړۍ کې هېڅ داسې انسان نشته چې د ناکامۍ خوند یې نه وي څکلی، خو بریالي کسان هغه دي چې، ناکامۍ ته هم د یوه پیغام او درس په سترګه ګوري او هغه د خپل ژوند د هغې برخې په توګه قبلوي چې ترې خلاصون ممکن نه وي.

که چېرته ځان ته دا قناعت ورکړو چې، ناکامي او بریا یو له بل سره تړلي دي او د دې لپاره چې بریالي شو باید ستونزې او زحمتونه وګالو، نو بیا به مو ماتې ته ماته ورکړې وي او ځان به مو بریا ته رسولی وي.

څلورم: د هوډ قوي ساتل

موږ دا منو چې د بریا د خپلولو لپاره د ستونزو او زحمت ګالل اساسي شرط دی، خو په دې باید وپوهېږو چې، له دې ستونزو سره مبارزه کول پیاوړی عزم او پیاوړې اراده غواړي څو وتوانېږو ستونزو ته ماتې ورکړو او بریا خپله کړو.

که چېرې پیاوړی هوډ ونه لرو نو د بریا د لاسته راوړلو لپاره د هڅو پیل به مو نیمګړی او بالاخره د ماتې لامل وګرځي چې دا په اصل کې د ویښ او له بري څخه ډک ژوندانه ته د پای په معنا دی.

پنځم: مبارزې ته دوام ورکول

تر ټولو مهم او وروستی ټکی د مبارزې دوام دی، یعنې که موږ دا ومنو چې، مبارزه د ژوند دوهم نوم دی او هغه څوک چې مبارزه نه کوي ژوند یې بې ارزښته دی نو دې پایلې ته رسېدلی شو چې، د هر ډول حالاتو پر وړاندې باید مبارزه وکړو.

که موږ په یوه کار کې ماتې خورو، د بل کار پیل مو د مبارزې دوام دی او د مبارزې دوام د ژوند د بریالیتوب یو لوی راز او سمبول ګڼل کېږي.

که چېرې پورته یاد شوي پنځه ټکي په پام کې ولرو نو بیا پوهېږو چې،اصلاً په نړۍ کې د ماتې په نوم څه نشته بلکې یوازې موږ ته هغه څه راښیي چې ترسره کړي مو دي. نو په کار خو دا ده چې، د بریاوو تر لاسه کولو په موخه، خپله مبارزه تر هغه جاري وساتو تر څو خپلو موخو ته ورسېږو.