د ښاري ښکلا او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې په E برخه کې په (۱۳۰۰۰) متر مربع ځمکه کې د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي. په دې وروستیو کې له تیږو څخه د یاد پارک د احاطې جوړول، د کټارو نصبول، د ننوتلو دروازو جوړول او رنګ چارې بشپړې شوې دي او په راتلونکې کې به یې د پلو لارو جوړولو، د اوږدو څوکیو د نصب، د سیوري ځای جوړولو او د نیالګیو کېنولو او چمن کرلو په اړه هم اقدام وشي. د یادونې وړ ده چې، مخکې دغه ځمکه د یو شمېر فرصت غوښتونکو له لوري غصب شوې وه چې، تر بېرته راګرځولو وروسته یې د زرغونتیا په اړه اقدام وشو
په اتمه ناحیه کې د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي