د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې د ۲۹م ګذر په قلعه جبار سیمه کې د ۹۱۰ مترو په اوږدوالي او د ۴.۷ مترو په سور سره د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې. د دغه فرعي سړک د جوړولو په پروژه کې چې، د څرخي پله د محبس سړک له سلیم کارون سیمې سره نښلوي، د لښتي او پلو لارو جوړول هم شامل دي چې، تر اوسه یې ۶۰ سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې نږدې یوې میاشتې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
په قلعه جبار سیمه کې د ۹۱۰ مترو په اوږدوالي د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي