د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

12899.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د شپږمې ناحیې اړوند د ۲۱م او ۲۴م ګذر په نوآباد بهادرخان او عباس قولي سیمو کې د کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې او د شپږمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالخالق بدر، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې د آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي او د سیمې یو شمېرمشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د شپږمې ناحیې رئیس د یادو کوڅو په جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل: د دغو کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ځني ستونزې هوارې او ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. نوموړي دیادو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته پام وکړي. ورته مهال انجنیر ذبیح الله رحیمي د دغو پروژو په هکله وویل: په ۲۱م ګذر کې کوڅه (۱۰۲۳) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۳.۵) مترو پورې سور، او په ۲۴م ګذر کې کوڅه (۹۱۳) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۴) مترو پورې سور لري چې د لښتیو په ګډون د (۱۳.۲) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د (۴) میاشتو په موده کې بشپړې شوې. د یادونې وړ ده چې، په یادو پروژو کې (۴۰۰) تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه