د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي سړک چارې ۱۴ سلنه مخته تللې دي

12905.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سیمو د اقتصادي ودې په موخه، د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل – جلال آباد سړک په اوږدو کې تر ګمرک سیمې پورې د نوي سړک د جوړلو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، تر اوسه (۱۴) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده د یوه کاري کال په بهیر کې به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره جوړېږي چې، د (۱۴۵۰) مترو په اوږدوالي، له (۲ څخه تر۲.۵) مترو پورې سور او د (۱.۶۰) مترو په ژوروالي سره د یوه کانال او د (۴۲ او ۵۰) مترو په اوږدوالي او له (۱) څخه تر (۳) مترو پورې په سور سره د (۳) کوچینو پلونو جوړول هم په دې پروژه کې شامل دي. په همدې توګه د یاد سړک دواړو خواوو ته پلې لارې، د سړک د منځ ګلدانونه، د بایسکل چلولو لیکې، تم ځایونه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم د دې پروژې بله برخه ده، چې د جوړېدو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي