د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي سړک قیرچارې په چټکۍ سره روانې دي

12909.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې ( میرزا عبدالقادر بېدل) سړک پورې د نوي سړک قیرچارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده لومړۍ طبقه قیر چارې یې تر راتلونکو (۱۵) ورځو پورې بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵)مترو په سور سره د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی چې، په روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یاد سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د (۱۲.۸۰) مترو په اوږدوالي او (۱۲،۸۰)مترو سور سره د دوو پلونو د جوړولو چارې هم روانې دي چې تر راتلونکو (۴) میاشتو پورې به بشپړې شي. د دې سړک او پلونو په جوړېدو سره به د کورنیو چارو وزارت مخې ته سړک، د هنګرها څلورلارې، د تایمني پروژې د پنځم سړک او نورو ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ستونزې حل او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي