الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې

12913.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پنځمې او دیارلسمې ناحیو ترمنځ د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې. دغه سړک چې د پنځمې ناحیې له قلعه ناظر سیمې څخه د دیارلسمې ناحیې د نخاس تر حمام پورې (۲۲۷۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د بشپړېدو په حال کې دی.  دغه راز د یاد سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د (۲۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره  په دوه لینونو کې د یوه پله د جوړولو چارې هم روانې دي.  د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پل سوخته سیمې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کمښت راشي او له بلې خوا به د سیمې اقتصادي ودې ته  زمینه برابره شي