د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ لخوا د شیر پور سړک ته د اصلاحي پلان له مخې پراختیا ورکول کیږي

12919.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د معیاري او تلپاتې ودې په موخه کابل ښاروالي پلان لري چې، د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د شیر پور سړک ته پراختیا ورکړي. دا سړک د کابل ښار د ماسټر پلان د شرحې له مخې د دوه مشهورو کمپنیو ( ساساکي او جایکا) له لوري د ښار جوړونې له اړوند ادارو سره په همغږۍ د ۶۴۳ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی چې، ډېر ژر به د شیرپور له دویم سړک څخه د شهرنو تر شهید څلورلارې پورې جوړ شي. دغه سړک په تېرو کلونو کې (د ا.ا.ا له بریا مخکې) له واک څخه د ناوړه استفادې، د قانون د نه حاکمیت او زورواکۍ له امله په کم عرض سره جوړ شوی وو چې، ترافیکي ازدحام، بې نظمي او ګڼه ګوڼه یې رامنځته کړې وه. د کابل ښار د سړکونو شبکې پلانونه د پلي کېدو په حال کې دی چې، په منطقي ډول په کې د ښار ټولې اړتیاوې په نظر کې نیول شوې دي او د یوه مخ پر ودې ښار لپاره مناسب بلل کیږي. د سړکونو د شبکې اصلاحي پلان د ښار د پراختیا سبب ګرځي چې، په هغه کې د یوه ښار لرلید، پرمختیايي ستراتیژي او کلیدي لارښوونې د لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله وخت لپاره وړاندیز شوې دي