د کابل ښار د اقتصادي ودې او ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار سیمې څخه د بګرامیو ترپله پورې د ۷۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده د کانکرېټ په بڼه د کوچنیو پلونو او لښتیو په ګډون د روان کال په بهیر کې جوړ شي. دا سړک د کابل- لوګر سړک د بګرامیو له سړک سره نښلوي او له شیوه کي، رحمن مېنې، ګل بته سیمې او د کارته نو تپې ترڅنګ تیرېږي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د کار له کیفت څخه تخنیکي او فني څارنې کوي. دغه سړک به د لښتیو په ګډون له کانکرېټ څخه په بنسټيزه توګه د روان کال په بهیر کې جوړ شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي او له بل لوري به د کابل- لوګر سړک په ترافیکي بهیر کې د پام وړ کمښت راشي
له بيني حصار څخه تر بګرامیو سیمې پورې دسړک جوړولو چارې روانې دي