ښاریانو ته د ښاري آسانتیاوو او کاري یوختیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې اړوند د ۲۴م ګذر په قلعه برقي سیمه کې د (۹۹٠) مترو په اوږدوالي او له (۴.۵ څخه تر۵) مترو په سور سره د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. د دغو دوو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزو او ترانسپورټي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي
په قلعه برقي سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي