الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د صدارت څلور لارې د سړک منځ ګلدان بیا ورغول شو

12936.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د صدارت څلورلارې د سړک منځ ګلدان بیا ورغول شو او د لا ښکلا په موخه یې ګټور کارونه ترسره شول. په یاد ګلدان کې د کرنیزې خاورې اچولو، د ونو چونه کاري د چمن او ګلانو کرلو چارې ترسره شوې چې، ورسره جوخت د سیمې په ښکلا او زرغونتیا کې مثبت بدلون رامنځته شوی دی.  د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست کارکوونکي د ښار په کچه له ګلدانونو څخه د اضافي بوټو په ایستلو، د ونو په چونه کارۍ، د ګلانو په کرلو او د ونو او زرغونو سیمو په خړوبولو  او په همدې توګه د یاد ریاست اړوند قوریو کې د زینتي بوټو او ګلانو په روزلو بوخت دي چې، په راتلونکې کې به د ښار په زرغونتیا او ښکلا کې ترې ګټه پورته کړل شي