الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک قیر چارې پیل شوې

12938.jpg (1820 × 1024)

 د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل –جلال آباد سړک په اوږدو کې د حربي پوهنتون تر مخې پورې د قلعه شانان سړک قیر چارې نن پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۲۱۰۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، یو کیلو متر برخه یې قیر کولو ته چمتو شوې ده او  د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی تر څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.  دغه راز د ياد سړک په اوږدو کې د (٨٥٠) مترو په اوږدوالي د يوه کانال او د (٦٠) مترو په اوږدوالي او (١٨،٤) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ په موخه، د يوه پله جوړول هم د سړک جوړونې په دې پروژه کې شامل دي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به د کابل – جلال آباد پر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي