د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له دارالامان مانۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د (۳۱۷۶) مترو په اوږدوالي او د(۳۳) مترو په سور سره د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او یو شمېر برخې یې قیر چارو ته چمتو شوې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک چې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی، یو کیلو متر برخه یې قیرکولو ته چمتو شوې ده او هڅه کیږي چې چارې یې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي