الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د دوو مهمو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

12949.jpg (1820 × 1024)

د استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو تر پاکولو وروسته، د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک (برچي سیمې) او پر دوام یې د قلعه قاضي تر سړک پورې د دوو مهمو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې.  د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ ټاکل شوې ده د امید سبز ښارګوټي له اصلي سړک څخه تر عرفاني سړک پورې د (۳۸۳۴) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور، او پر دوام یې د حلقوي سړک تر اوږدو یا قلعه قاضي سیمې پورې د (۱۱۴۶) مترو په اوږدوالي او د (۲۰) مترو په سور سره سړک، تر راتلونکو (۱۵) میاشتو پورې په اساسي توګه جوړ شي.اوس مهال د یادو سړکونو د کیندنو، خاورې لېږدولو او هوارولو چارې روانې دي، چې په جوړېدو سره به یې د کابل د لوېدیځي برخې اقتصادي ودې او د ښار معیاري پراختیا ته زمینه برابره شي