ښاریانو ته د ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دولسمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند په صدراعظم ښارګوټي کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې بشپړې او د یادې ناحیې د مرستیال مولوي محمود، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي او د سیمې د یو شمېر مشرانو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: دغه سړک چې (۵۷۵) متره اوږدوالی او (۱۱) متره سور لري، د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۱۲) میلیونه افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې، له تیږو څخه د سړکونو جوړول له یوې خوا له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او بل خوا د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د دغه سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر ستونزې حل او ترانسپورتي آسانتیاوې به ورته رامنځته شي. ورته مهال د صدراعظم ښارګوټي اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د دې سړک او نورو عامه ښاري تاسیساتو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي
په صدراعظم ښارګوټي کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې