الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ - برچي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د یوه اساسي پله قیر چارې ترسره شوې

12956.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې او دیارلسمې ناحیو اړوند کمپنۍ - برچي نښلوونکي سړک د دویمه طبقه قیر چارو پر دوام، د یاد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د نوي جوړ شوي پله قیر چارې ترسره شوې او ډیر ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. اوس مهال د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست، د کمپنۍ سړک له قلعه ناظر سیمې څخه د نخاس تر حمام پورې د (۲۲۷۴) مترو په اوږدوالي او د (۳۰) مترو په سور د یاد سړک دویمه طبقه قیر چارې ترسره کوي. دغه راز د یاد سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د(۲۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره په دوو لیکو کې د یوه اساسي پله د جوړولو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي