د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړک جوړونې په دوه مهمو پروژو کې د بې کیفیته کار مخه ونیول شوه

12960.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د سړک جوړونې له یو شمېر پروژو څخه د څارنې پر مهال پر قرادادي شرکتونو ټینګار وکړ ترڅو خپل کارونه د تخنیکي سندونو او د کابل ښاروالۍ له خوا د چمتو شوي ډیزاین مطابق ترسره کړي. د څارنې په لړ کې څرګنده شوه چې، د قراردادي شرکتونو له لوري د بادام باغ او له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړکونو ځنې برخې په غیر معیاري او ټیټ کیفیت جوړې شوې دي چې، د ودانیزو چارو د مرستیال په لارښونه بېرته ویجاړې شوې او  په معیاري توګه به بیا جوړې شي. د ودانیزو چارو مرستیال قراردادي شرکتونو ته په ټینګار سره وویل چې، د کارونو په ترسره کولو کې سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کابل ښاریانو ته د منلو وړ نه دي او  دا موضوع په جدي توګه څارل کیږي. د نوموړي په وینا، د پروژو په کارونو کې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي او کابل ښاروالۍ به له دوی سره خپل قراردادونه فسخ کړي. ښاغلي یاسر د ګل باغ سړک، له ده دانا څخه تر جهلستون پورې سړک، له پُل سوخته څخه تر پُل سرخ پورې سړک، د کمپنۍ- برچي سړک، د قرغې سړک، د کابل شمال- لوېدیځ لوی سړک، له امید سبزښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د سړک،  او د بادام سړک د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه. انجنیر عامر زمرک یاسر ټینګار وکړ چې، د سړک جوړولو کارونه باید په پوره رښتینولۍ، ایماندارۍ او له ناغیړۍ پرته ترسره شي او قراردادي شرکتونه مکلف دي ترڅو د سړک جوړونې پروژې د ډیزاین له مخې، په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره د تخنیکي سندونو له مخې بشپړې کړي