د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 66.27 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.020 افغانی
1 کلدار 236.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ښـار کـې ژونـد کـول، ځانګړی کلتـور او مقررات لري

ناصري

 12963.jpg (2500 × 1100)

د یوه ښار ښکلا، پاکوالی، زرغونتیا،آبادي او سالم ښاري نظم، د ښاریانو د ښې سلیقې، نیک احساس، هیواد پالنې روحیې او د مسئولیت څرګندویي کوي او که چېرې دغو ټکو ته پاملرنه ونه شي نو څرګنده ده چې، ښاریان د خپل ښار په وړاندې بې پروا دي او د ټولوستونزو او خنډونوله منځه وړل د یوې ادارې (ښاروالۍ) دنده بولي، حال دا چې هربا احساسه ښاري د خپل ښار په وړاندې بېلابېل مسئولیتونه لري. که چیرې په ښار کې خپلسري، ګډوډي، بې نظمي او هرهغه څه چې د یوه ښار د بد رنګه کېدو لامل ګرځي، په سترګو کیږي، دا ټول د ښارپه وړاندې د ښاریانو بې پروایي او بې مسئولیتي په ډاګه کوي، همدا شان که چیرې موږ خپل ټول شوي کثافات او نورې ناولتیاوې بې ځایه او هرې خواته یې خواره واره اچوو دا هم زموږ د ښاري کلتور کمزورتیا په ډاګه کوي او که چیرې یو نیالګی او یا یوه ونه وچیږي او یا ماتیږي په دې برخه کې هم موږ پړه یوو او داسې نور عمده او ښکاره مسایل شته دي چې هرښاري یې په وړاندې مسئولیت لري. ډیري وختونه لیدل شوي هره ښاري ستونزه چې رامنځته کیږي بیایې په اړه نور اړوند ارګانونه پړه بولو، خو له ځانه دا نه پوښتو چې، دغه ستونزه ولې او څه ډول رامنځته شوې؟ که په دې اړه له ځان سره ښه سوچ وکړو نو دا به جوته شي چې، په ښار کې د ډیري ستونزو رامنځته کوونکي هغه ډله ښاریان دې، چې د خپل ښار په وړاندې له بې پروایۍ او بې مسئولیتۍ څخه کار اخلي او هر څه ته (په مایې څه) وایي. دا په داسې حال کې ده چې هر ښاري د نورو اړوندو ادارو په پرتله، د خپل ښار په وړاندې چې، د ټولو ګډ کور بلل کیږي زیات مسئولیت لري. په اوسنیوشرایطو کې هر ښاري باید په دې پوه شي چې، که چیرې د خپل ښار د هوساینې او سمورتیا په موخه د سترو کارونو د ترسره کولو توان او وړتیا نه لري، نو دومره خو دې وکړي چې د خپل کور او چاپېریال کثافات دې په ټاکلي ځای کې واچوي ترڅو د سیمې له ککړتیا څخه مخنیوی وشي. همدا راز هر هغه ښاري ته چې په دې ښار کې ژوند کوي په کار ده څو ښاري کلتور په پام کې ونیسي او ټولو ښاري قوانینو او مقرراتوته په درنه سترګه وګوري، ځکه په ښار کې ژوند کول ځانته کلتور او ځانګړي مقررات لري. اوس چې کابل ښاروالۍ د ښار ښکلا، سمسورتیا، رغولو او آبادۍ ته ملا تړلې او غواړي کابل یو نمونه وي ښارجوړ او هغه ته نوی رنګ او نوې څېره ور په برخه کړي، نو هر با مسئولیته او با احساسه ښاري ته په کار ده څو په دې برخه کې د خپل توان او خپلې وړتیا په اندازه، ونډه واخلي او له ښاروالۍ سره دې ملتیا وکړي، څو له یوې خوا د ښار بڼه نوره هم ښایسته شي او بل خوا به کابل ښار له شته ستونزو او ننګونو څخه د خلاصون لاره خپله کړي.