له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د (۷۶۴۵) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د کابل شمال- لوېدیځ سړک د جوړولو چارې چې، تېر کال د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، تر اوسه یې څه باندې (۴) کیلو متره برخه جوړه شوې ده. اوس مهال د یاد سړک په اوږدو کې د غره د لمنې د کیندونو، هوارولو، خاورې لېږدولو او د سړک د نورو برخو د جوړولو چارې په معیاري توګه مخته ځي ترڅو قیر کولو ته چمتو شي. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، دا لوی نښلوونکی سړک د روان کال تر پایه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري
د کابل شمال- لوېدیځ سړک د خاورینې برخې د جوړولو چارې روانې دي