د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د کوڅو او فرعي سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

 12981.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ښاري او ټولنیزو آساتیاوو رامنځته کولو په موخه، د شپاړلسمې ناحیې اړوند په ۱۱م او ۱۹م ګذر کې د کوڅو او فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او د یادې ناحیې د رئیس محمد عارف کمالي، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي او د سیمې د یو شمېر مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د شپاړلسمې ناحیې رئیس په دې اړه وویل:د دې ناحیې په هغه سیمو کې چې، له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي ورته نورې پروژې به هم پلې شي او د سیمې اوسېدونکي باید د ښاري تاسیساتو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. ورته مهال انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل چې، په ۱۱م ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه(۸۳۴) متره اوږدوالی له (۴ څخه تر۴.۵) مترو پورې سور، او په ۱۹م ګذر کې فرعي سړک، (۵۰۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري چې، د جوړولو چارې یې په ټولیزه توګه د(۱۷) میلیونه افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته په بنسټیزه توګه بشپړې شوې. کابل ښاروالۍد دغو پروژو په پلي کولو سره له یوې خوا  ښاریانو ته ترانسپورتي اسانتیاوې، او له بلې خوا یې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه رامنځته کړې ده