الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک د جوړولو چارې روانې دي

12991.jpg (1820 × 1024)

د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل–جلال آباد سړک په اوږدو کې د حربي پوهنتون تر مخې پورې د قلعه شانان سړک دجوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا په چټکۍ سره روانې دي. د دغه سړک يو کيلومتر برخه مخکې قير شوې او په ورته وخت کې د پاتې برخو په جوړلو یې کار روان دى، څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې، دغه سړک (۲۱۰۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، چې په اوږدو کې یې د (٨٥٠) مترو په اوږدوالي د يوه کانال او د (٦٠) مترو په اوږدوالي او (١٨،٤) مترو په سور سره د موترو د تګ راتګ په موخه، د يوه پله جوړول هم  شامل دي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به د کابل – جلال آباد پر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي