د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر ختیځ خواته د اوبو لېږدولو یوه کانال د جوړولو چارې په چتکۍ سره روانې دي

25 سنبله 1403

12999.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د نهمې او پنځلسمې ناحیو اړوند د هوايي ډګر ختیځ خواته د اوبو لېږدولو یوه کانال د جوړولو چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه کانال چې، د هوايي ډګر د سویلي برخې سطحي اوبه د شمالي برخې له لارې وزیر آباد کانال ته لېږدوي، په ټولیزه توګه (۳۵۲۰) متره اوږدوالی، (۲.۲) او (۲.۴) متره سور ( ۱.۸) او (۲.۲) متره ژوروالی لري او چارې به یې تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. اوس مهال د یاد کانال د کېندنو، خاورې لېږدولو، سیم تاوۍ، قالب بندۍ او کانکرېټ چارې روانې دي. د دې کانال په جوړېدو سره به سړکونو ته د ورڅېرمه سیمو د اوبو له راختلو او د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي