الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بت خاک (ملالۍ) څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي سړک دجوړولو چارې ۴۴ سلنه مخته تللې دي

13002.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بت خاک (ملالۍ) څلورلارې څخه د حلقوي سړک تر اوږدو پورې د نوي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې، تر اوسه (۴۴) سلنه مخته تللې دي او هڅه کیږي چې، تر راتلونکو (۴) میاشتو پورې بشپړې شي. یاد سړک چې، (۱۳۲۵) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي.  دغه سړک د یادې ناحیې د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. د کار د ښه کيفيت د تضمين او په ټاکلي وخت د پروژې د پلي کېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ فني او تخنيکي ټيمونه د دغه سړک د جوړولو له بېلابېلو پړاوونو څخه څارنه کوي