د دولسمې ناحیې اړوند له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د سړک جوړولو چارې چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې، په چټکۍ سره روانې دي. دغه سړک چې، ( ۲۰۰۹) متره اوږدوالی، ۲۴، ۳۰ او ۴۰ متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو، کرښې اچولو، ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې بشپړ او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمې ستونزې هوارې او غوره ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي
له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي