د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تهیه مسکن له څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې روانې دي

13007.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.  د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داؤد ځواب په دې اړه وویل: دغه فرعي سړکونه دواړو خواوو ته (۹۰۰) متره اوږدوالی او  (۱۴.۵) متره سور لري چې، (۶.۴) متره یې د موټرو د تګ راتګ، او پاتې نوره برخه یې پلو لارو، ګلدانونو، د پلو لارو دهلیزونو، د بایسکل چلولو لیکو او ترافیکي نښو ته ځانګړې شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې، اوس مهال د سړک د یوې خوا فرعي لیکې د خاورینې برخې، او د بلې خوا د استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې روانې دي ترڅو د سړک جوړولو ته زمینه برابره شي.  دېادو فرعي سړکونو په جوړېدو سره به په سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ستونزې هوارې او د سیمو د اقتصادي ودې سربېره به ښاریانو ته ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې هم رامنځته شي