د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایي څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

13011.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د (۷۲۸) مترو په اوږدوالي او (۴۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې؛ دغه سړک به د نښلوونکو کانالونو، لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د روان کال تر پایه په بنسټیزه توګه جوړ شي، چې ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو موسمي ستونزې حل او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي