د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي

13013.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې، د کوتل له سر څخه د  مزار تر هډې پورې د (۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او د (۶۰) مترو سور سره په چټکۍ روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ هڅه کیږي چې، د سړک جوړولو د دې مهمې پروژې چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې په ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کمښت رامنځته شي. دغه سړک د لښتیو، پلولارو، د بايسکل چلولو لیکو، ګلدانونو او تم ځایونو، په سړک د کرښو اچولو، د ترافيکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون جوړېږي.   د دغه سړک د جوړولو چارو له بیلابیلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي ترڅو له یوې خوا د کار کیفیت تضمین او له بلې خوا پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي. د خیرخانې کوتل سړک د جوړولو او پراختیا چارې، د کابل ښار د تلپاتې ودې او پراختیا، او د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې توانېدلې ده چې، د دې سړک د لومړۍ برخې چارې په معیاري توګه بشپړې کړي او یوازې د څراغونو د نصبولو چارې یې پاتې دي. د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو سربېره، د درېیمې برخې د تدارکاتي چارو په اړه هم اقدام شوی چې، په نږدې راتلونکې کې به یې عملاً چارې پیل او د دې لویې ترانزیتي لارې ترافیکي او ترانسپورټي ستونزې به حل شي