د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نولسمه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

13017.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو په وړاندې د شته سیمه ییزو او ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د نولسمې ناحیې اړوند د ۱۳م او ۱۴م ګذر په کټه خیلو سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د یادې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور فاتح، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي، او د سیمې د یو شمېر مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د نولسمې ناحیې رئیس خبرې وکړې او ویې ویل: دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او هغوی ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري او په راتلونکي کې به ورته نورې پروژې هم د دې ناحیې په اړوند سیمو کې طرحه او پلې شي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو سړکونو په ساتنه کې دې خپل فردي او ټولنیز مسئولیت په سمه توګه ادا کړي. ورته مهال انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: په ۱۳م ګذر کې سړک (۸۰۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور، او په ۱۴م ګذر کې سړک (۴۷۴) متره اوږدوالی، (۴.۵) او (۵) متره سور لري چې، د لښتیو او د( ۱۲۸) مترو په اوږدوالي یوه استنادي دیوال په ګډون یې چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په ټولیزه توګه د (۱۴.۴) میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه بشپړې شوې