الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو او قلعه زمان خان تر منځ نوي نښلوونکی سړک جوړېږي

13019.jpg (1820 × 1024)

ټاکل شوې ده د کابل ښاروالۍ له خوا د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند، د کارته نو له سړک څخه (د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د (۳۰۹۴) مترو په اوږدوالي او د(۳۰) مترو په سور سره نوی نښلوونکی سړک جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په دې اړه وویل: د دې سړک جوړول د کابل د ختیځ زون د اقتصادي ودې او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. نوموړي زیاته کړه: د یاد سړک په اوږدو کې (۲۵۴) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانوته بدیل حقونه ورکړل شي. ښاغلي حنیف د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو استملاکي سندونو د اداري پړاونو ترسره کولو په موخه دې، کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او  د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې په پلي کولو کې دې مرسته وکړي. د یاد سړک په جوړېدو سره به د قلعه زمان خان، کارته نو، مکروریانو او ور څېرمه سړکونو ترافیکي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي