د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په قلعه برقي سیمه کې د دوو فرعي سړکونو دجوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

13035.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د ۲۴م ګذر په قلعه برقي سیمه کې د (۹۸۲) مترو په اوږدوالي او له (۴.۵) څخه تر(۵) مترو په سور سره د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. په دغه پروژه کې چې چارې یې تر دې دمه (۹۵) سلنه بشپړې شوې، د لښتي جوړول هم شامل دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې شي.  دغه پروژه د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د پلې کېدو په حال کې ده