الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کامه وال تپې په سیمه کې د دوو فرعي سړکونو کانکرېټ چارې روانې دي

13040.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې د ۲۸م ګذر اړوند د کامه وال تپې په سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د کانکرېټ چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. دغه پروژه چې په ټولیزه توګه (۱٠۷۵) متره اوږدوالی او ۴_۵ متره سور لري، د لښتیو په ګډون یې تر دې دمه (۶۰) سلنه چارې مخته تللې دي. د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی ته به ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده