د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د سړک جوړونې څلور پروژې بشپړې شوې

13042.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د څوارلسمې ناحیې اړوند د ۲م ګذر په دره زرګر،۱۲م ګذر قلعه کشکک، ۲۱م ګذر قلعه سرور او ۳۱م ګذر قلعه عبدالعلي سیمو کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د څوارلسمې ناحیې د رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني، د پغمان ولسوال ملا حمدالله خالد حیدر او د یادو سیمو د یوشمېر مشرانو او اوسېدونکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رئیس د یادې ناحیې د نویو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړ او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو او سالم چاپېریال رامنځته کولو  په موخه، ورته نورې پروژې هم پلې کوي او له خلکو یې د یادو پروژو په پلي کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي د یادو پروژو په اړه داسې معلومات ورکړل: په ۲م ګذر کې سړک (۸۰۰) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر (۵) مترو پورې سور، په ۱۲م ګذر کې سړک(۱۰۳۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور، په ۲۱م ګذر کې سړک (۸۵۰) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر(۵) مترو پورې سور او په ۳۱م ګذر کې سړک (۸۸۰) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر (۶) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو او اوسپنیزو پلونو په ګډون یې چارې د (۵) میاشتو په موده کې په ټولیزه توګه د (۳۶) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، بشپړې شوې.  د یادونې وړ ده چې په دغو پروژو کې څه باندې (۲۰۰) تنو ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. ورته مهال د څوارلسمې ناحیې رئیس ژمنه وکړه چې، د یادې ناحیې د اوسېدونکو په ملتیا به له نویو جوړو شویو سړکونو او نورو ښاري تاسیساتو څخه ساتنه کوي