کابل ښاروالي پلان لري چې، له ستانکزي څلورلارې څخه د بګرامیو د نساجۍ تر سړک پورې د (۲۵۱۰) مترو په اوږدوالي او د (۴۰) مترو په سور سره نوی نښلوونکی سړک جوړ کړي. د کابل ښارالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په دې اړه وویل: د دې سړک په اوږدو کې (۱۷۴) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. نوموړي د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو غوښتنه وکړه ترڅو هرڅه ژر د خپلو سندونو د اداري پړاوونو ترسره کولو په موخه، کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او دغه راز دې د استملاکي ملکیتونو د پاکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني وویل: د یاد سړک په اوږدو کې میشتو اوسېدونکو ته خبر ورکړل شوی دی چې هرڅه ژر خپلې سیمې خالي کړي ترڅو استملاکي خنډونه په ښه توګه پاک شي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې سړک په جوړېدو سره به په یادو سیمو ترافیکي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو سړک پورې نوی نښلوونکی سړک د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له لوري په معیاري توګه ډیزاین شوی دی چې، په هغه کې لښتي، پلې لارې، ګلدانونه، د بایسکل چلولو لیکې، تم ځایونه، کرښې اچول او نورې برخې په پام کې نیول شوې دي او ډېر ژر به یې د جوړولو په اړه اقدام وشي
له ستانکزي څلورلارې څخه د بګرامیو تر سړک پورې نوی نښلوونکی سړک جوړېږي