د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل – جلال آباد سړک په اوږدو کې تر ګمرک سیمې پورې د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او د (۶۰) مترو په سور سره د سړک جوړونې پروژه په معیاري توګه د پلې کېدو په حال کې ده او ټاکل شوې ده د راتلونکي کال تر نیمايي پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د پلي کېدو له بېلابېلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې کوي ترڅو یاد سړک په ښه کیفیت او ټاکلې موده کې جوړ شي. همدې توګه د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د یاد سړک په اوږدو کې د (۱۴۵۰) مترو په اوږدوالي، له (۲) څخه تر(۲.۵) مترو پورې په سور، د(۱.۱۰) او (۱.۶۰) مترو په ژوروالي سره د یوه کانال، د (۴۲) او (۵۰) مترو په اوږدوالي او له یو څخه تر(۳) مترو پورې په سور سره(۳ )کوچني پلونه هم جوړېږي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، د سړک جوړونې په دې پروژه کې لښتي، ګلدانونه، د بایسکل چلولو لیکې، تم ځایونه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم په پام کې نیول شوي دي
د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړونې پروژه په معیاري توګه د پلي کېدو په حال کې ده