د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري

13051.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي( میرویس میدان) پورې د سړک جوړولو چارې په ښه توګه روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو لسو ورځو پورې یې یوه برخه قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو دغه مهمه پروژه (۳۲۲۶)  متره اوږدالی او (۳۰) متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به یې چارې تر راتلونکو (۴)میاشتو پورې بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یاد سړک د کار له کیفیت څخه تخنیکي او فني څارنې کوي ترڅو یاده پروژه په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت تر سره شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالي پلان لري ترڅو هرڅه ژر له جوی شیر څخه تر دهمزنګ پورې د (۱۸۶۰) مترو په اوږدوالي، د (۴۵) او (۶۰) مترو په سور سره د سړک د پراختیا چارې هم پیل کړي. د ډیزاین له مخې دغه سړک له پُل آرتل څخه تر جوی شیر پورې (۸۲۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور او له پلُ آرتل څخه تر دهمزنګ پورې (۱۰۴۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري چې، په جوړېدو سره به یې نه یوازې د سیمو په ترافیکي بهیر کې ښه والی راشي بلکې، د ښار د مرکزي برخو اقتصادي ودې ته به هم زمینه برابره شي