د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د ۹۳۹۸ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د نوي سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي. ټاکل شوې ده دا سړک د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو، د څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون تر راتلونکو اتلس میاشتو پورې جوړ شي. د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک جوړول د کابل ښاروال د اقتصادي دهلیز یوه برخه ده چې، په نږدې راتلونکې کې به یې له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شي
د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې روانې دي