د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

13058.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې ( میرزا عبدالقادر بېدل) سړک پورې، د وزیرآباد کانال د پاسه د دوو اساسي پلونو په ګډون د نوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵)مترو په سور سره د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی چې تر اوسه یې څه باندې یو کیلو متر برخه قیر شوې ده او د پاتې نورو برخو په جوړولو یې کار روان دی تر څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.  ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یاد سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د (۱۲.۸۰) مترو په اوږدوالي او (۱۲،۸۰)مترو سور سره د دوو اساسي پلونو د جوړولو چارې هم روانې دي، او هڅه کیږي ترڅو یاد سړک او پلونه د روان کال په اوږدو کې بشپړ او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د دې سړک او پلونو په جوړېدو سره به د کورنیو چارو وزارت مخې ته سړک، د هنګرها څلورلارې، د تایمني پروژې د پنځم سړک او نورو ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ستونزې حل او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي