د جوی شیر سړک د جوړولو او پراختیا پلان به ډیر ژر پلی شي! کابل ښاروالۍ هوډ لري چې، د کابل ښار د ګڼې ګوڼې د کمښت او دوامداره ودې په موخه؛ د کابل ولایت مقام د ودانۍ له مخې څخه تر ماشین خانې پورې د ښار په مرکزي برخه کې د جوی شیر سړک د جوړولو او پراختیا پلان پلی کړي. له همدې امله د دغه سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته خبر ورکول کیږي چې، ژر تر ژره دې د خپلو سندونو د اداري پړاوونو د بشپړولو په موخه کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي، تر څو یاده سیمه له شته خنډونو پاکه او د سړک جوړیدو ته زمینه برابره شي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنير عبدالمتين حنيف په دې اړه وويل: د ښار په مرکزي برخه کې د دغه سړک جوړول ځانګړي اهميت لري. د جوی شیر سړک په اوږدو کې په ټولیزه توګه (۲۵۴) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اسملاک قانون مطابق به یې مالکانو ته بدیل حقوق ورکړل شي. دغه نوی نښلوونکی سړک چې (۱۱۱۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک ټول جزئیات پکې شامل دې چې په روان کال کې به په اساسي بڼه جوړ او ورسره جوخت به د صدرات او ملک اصغر څلورلارو، قوای مرکز، ده افغانانو او ور څیرمه سیمو کې ترافيکي ګڼه ګوڼه کمه او د کابل ښار اقتصادي ودې لپاره به زمینه نوره هم برابره شي
د کابل ښاریانو لپاره ښه زیری