د اتمې ناحیې اړوند د ۲۵ ګذر په غیبي بابا سیمه کې په ټولیزه توګه د (۱۰۷۵) مترو په اوږدوالي،د ( ۳،۵) او (۴) مترو په سور سره د (۳) کوڅو د کانکریټ چارې روانې دي. دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ښاري ستونزو د حل او د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه طرحه شوې، چې تر اوسه (۹۰) سلنه چارې مخته تللې او ډېر ژر به بشپړه شي
د اتمې ناحیې په ۲۵م ګذر کې د کوڅو کانکریټ چارې روانې دي