الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک د قیر چارې روانې دي

13069.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د (۲۱۰۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره، د قلعه شانان سړک د قیر چارې روانې دي او هڅه کیږي ترڅو د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې د قلعه زمان خان شپېته متره سړک د حربي پوهنتون مخې ته سړک سره نښلوي، تر دې مهاله یې د یوې لیکې (۱۵۰۰) متره برخه قیر شوې ده او په پاتې نورو برخو یې کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د دې سړک په اوږدو کې د (٨٥٠) مترو په اوږدوالي او د (۲.۴) مترو په سور د یوه کانال، د (٦٠) مترو په اوږدوالي او (١٨.٤) مترو په سور د موترو د تګ راتګ لپاره د یو پُله د جوړولو چارې هم روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د کابل – جلال آباد پر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي