په کابل ښار کې د ترافیکي ستونزو د کمښت په موخه، د دیارلسمې ناحیې اړوند د امید سبز له ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې، د(۳۸۳۴) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور، او د حلقوي سړک په اوږدو کې تر قلعه قاضي پورې د ( ۱۱۴۶) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور د نښلوونکي سړک جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، د سړک جوړولو په دې پروژه کې د یو معیاري سړک ټول جزئیات شامل دي، چې اوسمهال یې د کیندلو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د سړک غاړې لښتیو په جوړولو کار روان دی او ټاکل شوې ده چې، د یوه کاري کال په موده کې به په معیاري او اساسي ډول بشپړ شي. د دغو دوو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره او د لوېدیځ زون د اوسېدونکو لپاره به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي
په دیارلسمه ناحیه کې د دوو مهمو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي