د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لسمې ناحیې اړوند د ۲۱ او ۲۲م ګذر د وزیر آباد په چهار قلعه سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د لسمې ناحیې د رئیس مولوي نورالوهاب نوري، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو او مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د لسمې ناحیې رئیس د یادې ناحیې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د دنویو جوړ شویو سړکونو ساتنې ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. نوموړي زیاته کړه: د دغو سړکونو په جوړېدو سره به چې، لسګونه لویې او کوچنۍ کوڅې یو له بل سره نښلوي، د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي. ورته مهال انجنیر ذبیح الله رحیمي ددغو سړکونو په هکله داسې وویل: په ۲۱م ګذر کې فرعي سړک (۴۵۰) متره اوږدوالی او په ۲۲م ګذر کې سړک (۵۵۰) متره اوږدوالی او دواړه سړکونه له (۴) څخه تر (۶) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون د ( ۸.۸) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې له تیږو څخه جوړ شوي دي. ښاغلي رحیمي زیاته کړه، له تیږو څخه د سړکونو جوړول له یوې خوا له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او له بلې خوا تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په پیاوړتیا کې مرسته کوي
د وزیر آباد په چهار قلعه سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې