د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پُل سوخته څلورلارې د بیارغونې او هندسي جوړښت د بدلولو په اړه اقدام وشو

13076.jpg (1820 × 1024)

په ښار کې د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترافیکي زیربناوو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د پُل سوخته څلورلارې د ښکلا او په تقاطع ( انټرسکشن) د دایروي جوړښت بدلولو په اړه اقدام وشو چې، د څراغونو او نورو ترافیکي نښو نصبول پکې شامل دي.  پُل سوخته څلورلارې د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې موقعیت لري چې، په شاوخوا سړکونو کې یې د وسایطو راتګ راتګ او ترافیکي ګڼه ګوڼه زیاته او اړتیا وه ترڅو یې په بڼه کې یې مثبت بدلون راشي. کابل ښاروالۍ دغه لړۍ مخکې د ښار په یو شمېر نورو څلورلارو کې هم پلې کړې ده چې، پایلو یې په ترافیکي بهیر کې د پام وړ بدلون رامنځته کړی دی. تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته به د ښار په کچه یو شمېر نورې څلورلارې هم په پرمختللې او معیاري بڼو بدلې شي، او اړتیا ده ترڅو ښاریان له څلورلارو څخه د تېرېدو پر مهال ترافیکي قوانین او اصول مراعات کړي. ټاکل شوې ده چې د همدې لړۍ پر دوام  د بت خاک ( ملالۍ) او د هوايي ډګر څلورلارو په جوړښت کې هم بدلون راشي. همدا راز په پلان کې ده  د ښار یو شمېر څلورلارې چې، تقاطع جوړښت یې د ترافیکي بهیر لپاره بسنه نه کوي، په طبقه يي یا د هوايي پلونو په بڼه جوړې شي چې، یوه یې د بره کي څلورلارې ده. د یادونې وړ ده چې، د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، د پُل سوخته او پُل سرخ ترمنځ د (۹۰۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د یوه سړک او په دوو لیکو کې د (۳۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې هم د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.  د یادولو وړ ده چې، د پله او سړک په بشپړېدو او د یادې څلورلارې په بیارغولو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د برچي عمومي سړک، د کارته چهار د ۳۰ متره سړک، د دواخانې ګولايي سړک او د کوټه سنګي سیمې په ترافیکي بهیر کې مثبت بدلون رامځته او د سړکونو له بندېدو څخه به مخنیوی وشي