د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د مطبعې له سړک څخه د سترې محکمې په لور د ښار او کور جوړونې وزارت مخې ته د (۴۴۰) مترو په اوږدوالي او له (۷) څخه تر (۹.۵) مترو پورې سور سره د سړک قیر چارې بشپړې شوې. دا کار تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته ترسره شو چې، لومړی د یاد سړک ویجاړې شوې برخې بیا ورغول شوې او وروسته پرې قیر واچول شو. اوس مهال په سیمه کې د شته ادارو کارکوونکو او د درېیم مکروریان اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي
د ښار او کور جوړولو وزارت مخې ته د سړک قیر چارې بشپړې شوې