الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایي څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

13101.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې له ګولایي څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د یوه کانال په ګډون د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۹) میاشتو پورې بشپړې شي.  دغه سړک (۷۲۸) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، چې په اوږدو کې یې د (۷۵۰) مترو په اوږدوالي، یو متر سور او (۱.۳) مترو په ژوروالي سره یو کانال،  لښتی، پلې لارې، ګلدانونه، د بایسکل چلولو لیکې، کرښو اچول او د یوه معیاري سړک  نورجزیات هم شامل دي، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، یاد سړک په اوږدو کې د یو شمېر استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي