د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوولسمه ناحیه کې د کوڅو او سړک جوړونې (۳) پروژې بشپړې شوې

13103.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوولسمې ناحیې په ۲۸، ۳۰ او ۳۱م ګذر کې د سړک او کوڅو جوړولو (۳) پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: په ۲۸م ګذر کې سړک (۶۰۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور، په ۳۰م ګذر کې کوڅه (۴۰۰) متره اوږدوالی او له (۳.۵) څخه تر (۴.۵) مترو پورې سور او په ۳۱م ګذر کې فرعي سړک (۵۴۵) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري چې، چارې یې په ټولیزه توګه د (۱۸.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې بشپړې شوې. دغه پروژې غوره ترانسپورتي زیربناوو ته د لاسرسي او د سالم ښاري چاپېریال رامینځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکو د يادو پروژو پر پلي کېدو خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې دې هم د دې ناحیې په هغو سيمو کې چې له ښاري اسانتياوو بې برخې دي، ورته پروژې پلې شي. دغه راز دوی ژمنه وکړه، چې له کابل ښاروالۍ سره به د نویو جوړو شویو سړکونو او کوڅو په ساتنه کې مرسته وکړي